وسله والو طالبانو نن جمعه د خپلو پسرلنیو عملیاتو پیل اعلان کړ

وسله والو طالبانو نن د خپلو پسرلنیو عملیاتو پیل اعلان کړ او ویلې یې دي چې په افغانستان کې به د افغان او نړیوالو ځواکونو پر اهدافو بریدونو ته دوام ورکړي.

طالبانو خپل دا عملیات د خپل وژل شوي پخواني مشر ملا اختر محمد منصور نوم ته منصوب کړي چې تېرکال په پاکستان کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو او د "منصوري" عملیاتو نوم یې ورکړی.

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یوې استولي خبرپاڼه کې ویلي چې دا عملیات ځکه له نورو سره توپیر لري چې د جګړې تر څنګ به سیاسي فعالیتونه هم ورسره مله وي.

د مجاهد په وینا دوی به په هغو سیمو کې چې د طالبانو تر واک لاندې هغه څه هم پر مخ یوسي چې طالب ویاند "د اجتماعي عدالت او پرمختیا" ادارو رامنځ ته کول بللي دي.

تردې مخکې وسله والو طالبانو په بلخ کې د شاهین پر قول اردو خونړی برید ترسره کړ چې لږ تر لږه ۱۴۰ کسان یې ووژل.

افغان چارواکو تر اوسه پورې د طالبانو د دې نوي عملیاتو د اعلان په اړه کوم عکس العمل نه دی ښودلی خو تر دې مخکې یې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د وسله والو طالبانو د ځپلو لپاره پر جدي اقداماتو ټینګار کړی دی.