ټېلرسن: چین له خپله اړخه شمالي کوریا ته خبرداری ورکړی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسن پرون وویل، چین له خپله اړخه خبرداری ورکړی چې که شمالي کوریا نورې اټمې ازموینې وکړي نو پر دې هېواد به بندیزونه ولګوي.

ټېلرسن د فاکس نیوز تلویزوني شبکې ته وویل، موږ پوهېږو چې چین په پیونګ یانګ کې له رژیم سره په تماس کې دی.

نوموړې ویلي:

"چینایانو موږ ته تائید کړې چې دوی د شمالي کوریا له رژیم غوښتي چې نورې اټمي ازموینې دې نه کوي."

ټېلرسن وايي، چین همدارنګه د امریکا متحدو ایالتونو ته ویلي چې شمالي کوریا ته یې خبرداری ورکړی که نورې اټمي ازموینې وکړي نو چین به پرې له خپله اړخه د بندیزونو د لګولو اقدام وکړي.

د پنجشنبې په ورځ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د رویټرز خبري اژانس سره په یوه مرکه کې وویل، که څه هم دوی ډیپلوماټیک هواري ته ترجیح ورکوي خو "له شمالي کوریا سره د یو لوی کړکېچ د پېښېدو" امکان شته.

نوموړي زیاته کړې امریکا به خوشاله شي چې هر څه په ډیپلوماټیکو لارو حل شي خو دا ډېر ستونزمن شوي.

په عین حال کې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي په ملګرو ملتونو کې خپل روسي سیال ته ویلي، د کوریا په ټاپو وزمه کې د وضعیت خطر له کنټروله وتونکی دی.