د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزباسلامي وايي تمه ده چې د دې ګوند یو شمېر بندیان نن له زندانه خوشې شي.
د چهارشنبې په ورځ د حزب مطبوعاتي مسؤل قریب الرحمن سعید په دې اړه له ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي وو:
"د حزباسلامي د سیاسي بندیانو د ازادۍ موضوع د جمعې په ورځ حتی المقدور ممکنه ده او ښايي چې هغوی ټول آزاد شي. "
ښاغلي سعید د حزباسلامي د بندیانو شمېره ونه ښودله خو د حکومت له زندانونو د حزب د بنديانو خوشې کول له ګلبدین حکمتیار سره د حکومت د سولې د موافقې مهمه برخه ده.