روسیه او جاپان د شمالي کوریا د کړکېچ د حل لپاره همکاري کوي

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د جاپان صدراعظم شینزو ایبي وايي چې د شمالي کوریا د بالسټیک توغندیو پرسر د پیونګ یانګ او سیالو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ د حل لپاره په هڅو کې کې له یو بل سره همکاري وکړي.

دواړو مشرانو پرون په مسکو کې په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وویل چې غواړي د کوریا د ټاپووزمې د اټمي مسئلې د سوله ییز حل لپاره د شپږو خواوو په ګډون نړیوالې خبرې بیا پیل شي.

متحد ایالات، روسیه، چین، جاپان، جنوبي کوریا او شمالي کوریا په دې شپږ اړخېزو خبرو کې شامل دي.

پوتین خبري غونډې ته وویل، دی او صدراعظم ایبې په دې نظر دی چې د کوریا د ټاپووزمې مسئله ډېره کړکېچنه شوې ده او ایبې پر پیونګ یانګ غږ وکړ چې له داسې اقداماتو چې د نورو هېوادونو په نظر پاروونکي دي، ډډه وکړي.

پوتین او ایبې په خپله پرونۍ کتنه کې د روسیې او جاپان ترمنځ د هغو لانجمنو ټاپوګانو په اړه کومې مهمې موافقې ته ونه رسېدل چې توکیو یې د شمالي قلمرو او مسکو یې د جنوبي کوریل د ټاپوګانو په نوم یادوي.