مېرکل: د اردغان کارونو د انقرې او برلین اړیکو ته سخته ضربه ورکړې

د جرمني صدراعظمه انګېلا مېرکل وایي چې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردغان کارونو د انقرې او برلین اړیکو ته سخته ضربه ورکړې ده.

مېرکل نن خپل پارلمان ته په وینا کې وویل چې په وروستیو ورځو کې پرمختګونو له جرمني او اروپايي اتحادیې سره د ترکیې اړیکو ته زیان رسولی دی.

د جرمني صدراعظمې اندېښنه څرګنده کړه چې په ترکیه کې وروستۍ نظرپوښتنه چې د اردغان صلاحیت یې زیات کړ، په ډیموکراټیکو شرایطوکې نه‎ده ترسره شوې.

خو هغې څرګنده کړه چې له اروپايي اتحادیې یا ترکې مخ اړول، د یوې خوا په ګټه هم نه‎دی.

مېرکل دا خبرې په‎داسې حال‎کې کړې چې د ترکیې حکومت پرون تر زر تنه زیات له فتح‎الله ګولن سره د تړاو په تور ونیول.

د ترکیې حکومت پر ګولن چې په امریکا کې مېشت دی، تور پورې کوي چې تېرکال یې د اردغان پرضد د ناکامې کودتا پلان جوړ کړی و.