فرانسې سربیا ته د هرادینای د سپارلو غوښتنه رد کړه

France -- Kosovo's former Prime Minister Ramush Haradinaj sits in the side the Court in Colmar, April 27, 2017

د فرانسې د استیناف محکمې سربیا ته د کوسوو د پخواني صدراعظم راموش هرادیناي د سپارلو غوښتنه رد کړه.

د سربیا حکومت راموش هرادیناي په جنګي جرمونو تورن ګڼي او د فرانسې له حکومته یې غوښتنه کړې وه چې ورته ویې سپاري.

خو د فرانسې د استیناف محکمې نن د راموش هرادیناي د ازادۍ حکم وکړ .

هرادیناي نن د محکمې د حکم تر اعلان وروسته وویل چې د سربیا غوښتنه رد شوې اودامسئله پای ته رسېدلې ده.

هرادینای نن د فرانسې په کولمار ښار کې د محکمې د ودانۍ مخکې راغونډو شوو خبریالانو ته وویل:

"زه له دې شېبې ازاد سړی یم او هیله لرم چې نن بېرته کوسووته ولاړ شم."

د سربیا حکومت د کوسوو پر پخواني صدراعظم راموش هرادیناي تور پورې کړی چې له نولس سوه اته اتیا تر نولس سوه نهه اتیا میلادي کاله چې د کوسوود خپلواکۍ په جګړه کې د ملېشه ځواکونو قوماندان و، جنګي جنیاتونه کړي، خلک یې تښتولي او شکنجه کړي دي.

هرادینا، د روان کال د جنورۍ په څلورمه په فرانسه کې ونیول شو.

راموش هرادیناي ۴۸ کلن دی او دوه وارې د هاګ په نړیواله محکمه کې تر محاکمې وروسته، برات ورکړل شوی دی.