دفاع وزارت د اروپايي ټولنې د اعلامیې پر وړاندې غبرګونو وښود

د افغانستان دفاع وزارت د اروپايي ټولنې د هغې اعلامیې پر وړاندې غبرګونو وښود چې په دغه وزارت کې د فساد په اړه خپره کړې ده.

د دغه وزارت ویاند دولت وزیري وايي چې دوی د فساد پر وړاندې جدي مبارزه کوي او په دغه وزارت کې د فساد په اړه د اروپايي ټولنې اعلامیه بې بنسټه ده.

په کابل کې د اروپايي ټولنې د دفتر له لوري په خپرې شوې اعلامیې کې راغلي چې له ګڼو هڅو سره-سره لا هم هره اوونۍ په امنیتي بنسټونو کې د فساد په اړه رپوټونه ورکول کېږي.

تېره ورځ ملګرو ملتونو هم د یوه راپور په خپرولو سره ویلي و چې په افغانستان کې د فساد موجودیت د نورو ستونزو ترڅنګ د پایداره پرمختګ مخه ډب کړې ده.