د افغان حکومت اجرائیه ریاست وايي، عدلي او قضایي بنسټونه د احمد ایشچي قضیې ته د رسیدنې توان لري.
د دغه ریاست ویاند مجیبالرحمان رحیمي نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، لازمه نهده چې دغه قضیه له هېواده بهر حل شي.
تر دې وړاندې احمد ایشچي ویلي و چې که د افغانستان عدلي او قضايي بنسټونه د ده قضیې ته رسیدنه ونهکړي نو نړیوالو محاکمو ته به مراجعه وکړي.
د جوزجان پخوانی والي احمد ایشچي وايي چې د ولسمشر لومړي مرستیال عبد الرشید دوستم کسانو دی د شکنجې ترڅنګ جنسي ځورولی دی خو د ښاغلي دوستم دفتر د احمد ایشچي ادعا بې بنسټه بللې ده.