د افغانستان اجرائیه ریاست وايي چې د پاکستان یو باصلاحیته لوړ رتبه پلاوی کابل ته راځي چې له افغان ولسمشر او اجرائیه رئیس سربېره به د افغانستان د ملي شورا د دواړو جرګو له مشرانو سره هم وګوري.
د اجرائیه ریاست ویاند مجیبالرحمن رحیمي د پنجشنبې په ورځ کابل کې خبریالانو ته وویل چې دغه پلاوي کې د پاکستان د واکمن او اپوزیسیون دواړو ګوندونو استازي شامل دي.
ښاغلي رحیمي زیاته کړه:
"راتلونکې اوونۍ به د پاکستان د پارلمان یو لوړ پوړی پلاوی چې هغه کې د واکمن او اپوزیسیون ګوند د دواړو مجلسونو استازې برخه لري؛ کابل ته راشي چې له ولسمشر، اجرائیه رئیس او د ملي شورا د مجلسینو له رئیسانو سره به وګوري، دوی به د وروستۍ پېښې په اړه هم افغان حکومت ته د تسلیت مراتب وړاندې کړي."
د کابل او اسلاماباد اړیکې وروسته تر دې ډېرې ترینګلې شوې چې د فبروري په ۱۹مه د پاکستان د سند ایالت په لال شهباز قلندر زیارت حمله کې تر ۸۰ ډېر کسان ووژل شول.
تردغې حملې وروسته پاکستاني پوځ یوه نیمه میاشت وړاندې د یوې مودې لپاره د تورخم او سپينبولدک لارې د افغانانو پرمخ وتړلې.
د افغانستان ولسي جرګه وايي، د پاکستان دغه پلاوي کې چې ټاکل شوې کابل ته راشي د پارلمان او سنا مجلس د مشرانو او یو شمېر غړو سربېره ایالتي وزیران هم شامل دي.
د دغې جرګې لومړي منشي عبدالقادر ځاځي ازادي راډیو ته وویل چې د دغه پلاوي راتګ چې د ده په خبره د شنبې په ورځ به له دوی سره وګوري، هدف یې دا دی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سړې اړیکې یو ځل بیا ورغوي.
نوموړی وايي:
"د دوی اجنډا داسې ده چې له افغان حکومتي چارواکو سره ګوري، په پلاوي کې د پارلمان او سنا له رئیس او وکیلانو سربېره ایالتي وزیران هم شته د افغان حکومت له وزیرانو سره به هم وګوري، د دوی هدف دا دی چې څنګه وکولای شو د افغانستان او پاکستان اړیکې بېرته راښې کړو، په ځانګړي توګه د شوراګانو او حکومتونو په کچه."
پاکستاني پلاوی په داسې حال کې افغانستان ته سفر کوي چې دوه اوونۍ وړاندې په اسلاماباد کې افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال ویلي چې سږکال به د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړیکې له ساړه حالته ووځي.
د افغانستان د ولسي جرګې اداي پلاوی وايي چې له پاکستاني پلاوي سره به په بېلابېلو مسایلو سپينې خبرې وکړي.
راپور: رحمت الله افغان