سنګري: ارزګان کې۸۰ وسله وال طالبان وژل شوي

د ارزګان ولایت امنیتي چارواکي وايي، په یاد ولایت کې د «خالد» په نوم پیل شویو پوځي عملیاتو کې ۸۰ وسله وال مخالفین وژل شوي او ۲۴ نور ټپیان شوي دي.

د یاد ولایت امنیه قوماندان غلام فاروق سنګري د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې یاد وسله وال د ترینکوټ اړوند شمال او شمال ختځیو سیمو کې د ګډو ځواکونو د عملیاتو پرمهال وژل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې د دې عملیاتو پرمهال د ترینکوټ اړوند کوټ وال او ځینې نورې سیمې هم له وسله والو تصفیه شوي دي.

نوموړي زیاته کړه:

"په دغه عملیاتو کې موږ یو شمېر سیمې په هدف کې لرو چې هغه له وسله والو طالبانوڅخه تصفیه کړي، یعني ستراتیژکې نقطې دي او اوس تر ډېره حده خپل هدف ته رسېدلي یو."

سنګري زیاته کړ چې په دې عملیاتو کې ۶ افغان سرتېري هم ټپیان شوي دي.

په سیمه کې یوې بلې امنیتي سرچیني ازادي راډيو ته ویلي چې په دې عملیاتو کې ۲ پولیس وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.

د ارزګان سیمه ییزو چارواکو هم یاد عملیات د نورو په پرتله بریالي بللي او ویلي چې په دغه عملیاتو کې پوره همغږي موجوده ده.

وسله والو طالبانو بیا په یادو عملیاتو کې افغان سرتېرو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.