قوقندي: د اسیا بانک غړیتوب د افغانستان لپاره مهم رول لري

د افغانستان د سوداګرۍ وزارت وايي چې د اسیا د پانګونې او زیر بنايي بانک کې د افغانستان غړیتوب د زېربنايي پروژو او د اقتصادي ودې په پیاوړتیا کې مهم رول لري.

د دغه وزارت مسافر قوقندي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې اوس افغانستان هغه معیارونه پوره کړې چې نړیوال بانکونه یې غواړي.

د ښاغلي قوقندي په خبره په دغه بانک کې د افغانستان غړیتوب کولی شي چې د پيسو د انتقال او سوداګرو ته بېلابېلو برخو کې اسانیاوې رامنځته کړي:

"په نړیوالو بانکونو کې د افغانستان غړیتوب د پیسو د لېږد او د غیر قانوني پیسو د مخنیوي په برخه کې مرسته کوي دغه راز د افغانستان د اقتصادي ودې او د افغان سوداګرو د سوداګریزو توکو د صادراتو او وراداتو په برخه کې ډېر ګټور تمامیداشي."

افغانستان په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د نړیوال سوداګریز سازمان غړیتوب هم ترلاسه کړی و.