یوناما: روان کال ملکي مرګ ژوبله کې کموالی راغلی

په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما وايي چې په افغانستان کې د ۲۰۱۶ کال د لومړیو درې میاشتو په پرتله د ملکي وګړو په مرګ ژوبله کې کموالی راغلی دی.

یوناما په خپل راپور کې چې نن خپور شو ویلي چې که څه هم د ملګي وګړو مرګ ژوبله د اندېښنې وړ ده خو د تېر کال د لومړیو میاشتو په پرتله څلور سلنه پکې کموالی راغلی دی.

د را پور له مخې د ملکې و وګړو د مرګ ژوبلې اصلي لامل ځمکنۍ نښتې دي.

په راپور کې همدا راز بیا هم د افغان حکومت وسله وال مخالفین د ملکي وګړو د مرګ د لویې برخې عاملین بلل شوي دي.