د روسیې لويې څارنوالۍ د تیلو د پخواني میلیونر میخایل خودور کوفسکي یوه غیر دولتي موسسه په تور لېست کې شامله کړه.
د روسیې لوی څارنوالۍ په یوه بیان کې چې پرون یې خپور کړ، وویل چې روسیه له "اوپن رشیا" موسسې سره دلچسپي نه لري چې په بریتانیا کې ثبت شوې ده.
"اوپن رشیا" ویلي دي چې دا خالصه روسیي موسسه ده او د روسیې د ۲۰۱۵ میلادي کال د قانون له مخې باید نامطلوبه ونه ګڼل شي.
د بخښنې نړیوال سازمان ویلي دي چې د روسیې د حکومت له دې تور سره دې ته لاره هوارېږي چې غیر دولتي موسسې په دغه هېواد کې یو مخ بندې شي.