د طالبانو یو مشهور قوماندان میدان وردک کې وژل شوی

د طالبانو یو مشهور قوماندان پرون ماښام په میدان وردک ولایت کې د بې پيلوټه امریکایي الوتکې په برید کې ووژل شو.

د میدان وردک د والي ویاند عبدالرحمان منګل ازادي راډیو ته وویل چې ملا حبیب الله چې په چک او دایمیرداد ولسوالیو کې د طالبانو د ځان مرګو بریدونو مسؤل و، له خپلو ملګرو سره وژل شوی:

"ملا حبیب الله مشهور په ملا ذاکر چې د انتخاري بریدونو مسؤل و له خپلو دوو همکارانو سره له‎منځته تللی او له ښه مرغه په دې برید کې ملکیانو ته زیان نه‎دی اوښتی."

منګل زیاتوي چې ملا ذاکر په داسې حال کې وویشتل شو چې پر موټر سایکل سپور و.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه‎دي ویلي.