د اسیا پراختیایي بانک: سږکال به د افغانستان اقتصادي وده ښه شي

د اسیا پراختیایي بانک اټکل کوي چې سږکال به د افغانستان اقتصادي وده ښه شي.

د اسیا د پراختیایي بانک د نوي راپور له مخې، تمه ده چې د افغانستان اقتصاد روان کال دوه اعشاریه پنځه فیصده وده وکړي.

د راپورله مخې د افغانستان د اقتصادي ودې علت دا دی چې د کورنیو عوایدو د راټولولو نظم تر پخوا ښه شوی، یو څه صنعتي پرمختګ رامنځته شوی او هوا هم مرسته کوي.

د افغانستان اقتصاد وزارت بیا اټکل کوي چې سږکال به افغانستان درې اعشاریه پنځه فیصده وده وکړي.