تاجکستان کې ۱۰ تحقیق کوونکي او چارواکي نیول شوي

د تاجکستان د اداري فساد پرضد ادارې لږ تر لږه لس تنه تحقیق کوونکي او چارواکي په وروستیو ورځو کې نیول شوي دي.

دا خبره د قضایي چارو مسؤلانو د دوشنبې په ښار کې ازادي راډیو ته وکړه.

چارواکو د چهارشنبې په ورځ وویل چې د اداري فساد پرضد ادارې پخوانی مرستیال دولت بېک خیرزاده هم د تاجکستان په شمال کې د خوجند ښار په هوایي ډګر کې هغه وخت ونیول شو چې مسکو ته روان و.

د قضایي چارو مسؤلانو چې د خپلو نومونو له اخېستو ډډه کوله ازادي راډیو ته زیاته کړه چې نیول شوي کسان په اداري فساد تورن شوي دي.

تراوسه په رسمي ډول د دغو کسانو د نیولو اعلان نه‎دی شوی.