جوزجان کې د داعش او طالبانو خپل منځي جګړه دریدلې

د جوزجان ولایت په قوش‎تېپه ولسوالۍ کې د داعش او طالبانو خپل منځي جګړه دریدلې ده او داعش د چخمه چقور، کمرلیک او اقتاش سیمې له طالبانو نیولي دي.

په دې جګړه کې چې دوه ورځې یې دوام درلود او پرون تر غرمې مخکې ودرېده په لسګونو کسان وژل شوي دي.

د جوزجان امنیه قوماندان رحمت الله ترکستاني ازادي راډیو ته وویل:

"په دې جګړه کې د دواړو لوریو نېژدې اتیا تنه وژل شوي او ډېرکسان هم ټپیان شوي دي."

په جوزجان کې حکومتي چارواکي وایي چې د داعش او طالبانو جګړه د مخدر موادو پر سر وه.