د ایران لس سرحدي ځواکونه د چهارشنبې په ورځ د پاکستان پولي ته نېږدې د هغو سخت دریځو سُني وسلهوالو په برید کې ووژل شول چې له پولي د ایران لوري ته اوښتي وو.
د راپورونو له مخې دغه برید چې په سیستان بلوچستان ایالت کې شوی، مسؤلیت یې د جېش العدل په نوم یوې سخت دریځې ډلې په غاړه اخیستی دی.
د ایران پولیسو وویل چې دغه ساتونکي د هغو وسلو په ذریعه وژل شوی چې له لېرې هدف ویشتلای شي او مسؤلیت یې په بشپړه توګه د پاکستان د حکومت په غاړه دی.
د ایران دغه جنوبي ایالت له اوږدې مودې راهیسې ناکراره دی او په ناارامیو کې د مخدره موادو قاچاقي ډلې او بیلتون غوښتونکي وسلهوال ډېر لاس لري.