روسیې او چین د واشنګټن پر یوه اقدام انتقاد کړی

روسیې او چین د واشنګټن پر هغه اقدام انتقاد کړی چې د امریکا پوځ په جنوبي کوریا کې د ځای پر ځای کېدو لپاره د توغندي ضد دفاعي سیسټم د یوې برخې د انتقال کار پیل کړ.

دا کار داسې مهال شوی چې د امریکا او شمالي کوریا ترمنځ شخړې دوام لري.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف نن په مسکو ګې یوې امنیتي غونډې ته وویل چې د ده په وینا په چټکۍ سره د دې سیستم ځای پرځای کېدل په کوریا ټاپو وزمه کې د بې ثباتۍ تر ټولو لوی عامل دی.

لاوروف وویل هم د پیونګیانګ له خوا د توغندویې او اټمي پروګرام پر مخ وړلو او هم د شمالي کوریا له خوا د ګواښ په نوم د امریکا او د هغه د سیمه ییزو متحدینو له خوا غیر متوازنو پوځي فعالیتونو روسیه اندیښمنه کړې ده.

چین وایي، واشنګټن او سیول ته یې د توغندویې دفاعي سیستم د ځای پرځای کېدو له کبله خپله ژوره اندیښنه ښودلې ده.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند Geng Shuang جینګ شوانګ په پیکنګ کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې چین له امریکا او جنوبي کوریا غوښتي چې دغه دفاعي سیسټم بېرته وباسي.

امریکا په مارچ میاشت کې ویلي وو چې دا دفاعي سیسټم د شمالي کوریا د ګواښونو څخه د خوندیتوب لپاره ځای پرځای کوي.