د فراه د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسؤلین وایي، په دغه ولایت کې د بار وړنکو موتړو چلوونکو نن کاري اعتصاب کړی دی.
د فراه د سوداګرۍ او صنایعو خونې مدیر حشمت نورزي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د بار وړونکو موتړو یو شمېر چلوونکو په فراه کې د امنیتي پوستو د ناقانونه پیسو له اخېستو او اخاذیو له امله اعتصاب کړی دی.
نورزی وايي چې اوس مهال د فراه ګمرک کې څه باندې ۱۵۰ باروړونکي موتړ درېدلي دي.
دی وایي، د فراه د جنايي څېړنو مدیر ژمنه ورکړې چې دغه ستونزه به ډېر ژر حل کړي.
افغان حکومت هرکال د فراه له بندره ۴ ميلیارده افغانۍ عاید ترلاسه کوي.