ننګرهار چارواکي: افغان ځواکونو اچین کې ۲۸ داعشیان وژلي

د ننګرهار چارواکي وایي، د افغان ګډو ځواکونو له لوري په اچین ولسوالۍ کې ۲۸ داعش وسله‎وال وژل شوي دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوګياڼي نن ازادي راډيو ته وویل چې ګډو ځواکونو دغه عملیات د اچين ولسوالۍ د مامند او پېښې په سيمو کې ترسره کړي دي.

هغه زياته کړه، په وژل شویو کې بهرنيان هم شامل دي او د هغوی يو شمېر وسلې او مهمات هم له‌منځه وړل شوي دي.

د نوموړي په وينا، په ترسره شویو عملياتو کې ملکي وګړو او امنيتي ځواکونو ته کوم زيان نه‌دی اوښتی.

داعش ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ويلي.