د افغانستان د ولسي جرګې مشر د هغو کسانو د محاکمې غوښتنه وکړه چې د بلخ په وروستۍ خونړۍ پېښه کې یې وظیفوي غفلت کړی.
عبدالرؤف ابراهيمي نن د چهارشنبې د ورځې په عمومي غونډه کې وویل چې د امنیتي مسؤلینو استعفاوې خلکو ته د منلو وړ نهدي.
ښاغلي ابراهیمي زیاته کړه:
"د امنیتي مسؤلینو استعفاوې خلکو او د ملت استازو ته د منلو نهدي او باید دوی د یوې ځانګړې محکمې له لارې دغه جنرالان او افسران چې وظیفوي غفلتیې کړی، محکمې ته راکش شي څو د خلکو قناعت حاصل شي."
دا په داسې حال کې ده چې د بلخ په ۲۰۹ شاهین قول اردو له حملې وروسته د ملي دفاع وزیر او لوی درستیز استعفا وکړه او د دغې قول اردو درې قوماندانان له دندې لیرې او څارنوالۍ ته معرفي شوې دي.
وروستي راپورونه څرګندوي چې بلخ کې د افغان ملي اردو پر شاهین قول اردو برید کې ۱۴۴ تنه وژل شوي او شااوخوا ۶۰ تنه نور ټپیان شوي دي.