دفاع وزارت شمالي ولایتونو کې بېلابېل پوځي عملیات پلان کړي

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د هېواد په شمالي ولایتونو کې د وسله‌والو د ځپلو لپاره‌یې بېلابېل پوځي عملیات پلان کړي دي.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند جنرال محمد رادمنش نن ازادي راډيو ته وویل چې دغه عملیات په بریالیتوب مخ ته ځي.

ښاغلی رادمنش زیاتوي:

"موږ دا مهال د هېواد په شمالي ولایتونو کې پنځه بېلابېل پوځي عملیات پلان کړي دي او دا مهال په بریالیتوب مخ ته ځي او دښمن هم ځپل شوی."

دا په داسې حال کې ده چې پرون د تخار په درقد ولسوالۍ کې طالبانو حمله کړې وه او ځینې سیمې یې نیولې وې.

خو د تخار والي وايي، سیمې بېرته افغان ځواکونو نیولې او وضعیت تر کنټرول لاندې دی.