د غزني ولایت سیمهییز امنیتي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې تېره شپه د نښتې پر مهال څلور وسلهوال طالبان وژل شوي دي.
د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند فهیم امرخېل نن د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې تېره شپه ۱۰ بجې د غزني د قرهباغ ولسوالۍ د عبدالله ګل نومې سیمه کې وسلهوالو طالبانو پلان درلود چې پر مېشتو امنیتي پوستو بریدونه وکړي، خو د افغان امنیتي ځواکونو له برید سره مخ شول چې پر مهاليې ۴ تنه وسلهوال طالبان ووژل شول او ۶ نور یې ټپیان شوي دي.
نوموړی وايي، د یاد برید پر مهال یو شمېر سپکې او درنې وسلې هم د افغان امنیتي ځواکونو لاسته ورغلې دي.
دا په داسې حال کې ده چې څلور ورځې وړاندې هم امنیتي چاوراکو په دغه ولایت کې د دعوت په نوم پیل شویو عملیاتو کې د ۱۲ وسلهوالو طالبانو د وژلو او ۱۴ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی و.