د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ هغوی غندلي چې د دوهمې نړیوالې جګړې پر مهال د نازي جرمني لهخوا د شااوخوا شپږ مېلیونه یهودانو ډلهییزه وژنه یا "هلوکاسټ" ردوي.
ولسمشر ټرمپ ژمنه کړې چې د هغو کسانو پر ضد به مبارزه وکړي چې له یهودانو سره تبعیض کوي.
ټرمپ په واشنګټن کې د کانګرس په ودانۍ کې د هلوکاسټ په یاد جوړې شوې غونډې ته وویل:
"هغوی چې هلوکاسټ یا د یهودانو ډلهییزه وژنه ردوي، له دې ناوړه عمل سره ملګرتیا کوي، موږ به غلي پاتې نهشو، هېڅکله نه، موږ به بیا هېڅکله د داسې شر په واړندې غلي پاتې نهشو."
ولسمشر ټرمپ چې د هلوکاسټ څخه د یو شمېر ژوندیو پاتې شويو یهودانو، د امریکا د کانګرس غړو او د دوېمې نړیوالې جګړې د مهال یو شمېر متقاعدو پوځیانو ته خبرې کولې، د ځینو وروستیو یهودي ضد فعالیتونو یادونه وکړه او ژمنهیې وکړه چې په وړاندې بهیې مبارزه وکړي.
ولسمشر ټرمپ واک ته له رسېدو وروسته له انتقادونو سره مخ و چې د یهودانو پر هدیرو او مرکزونو د بریدونو د وروستۍ څپې پر ضد یې جدي عکسالعمل نهدی ښودلی.
خو نوموړي پرون د امریکا د ولسمشر په توګه ژمنه وکړه چې "واشنګټن به تل د یهودو تر څنګ ودریږي."