سویډن کې ۲ افغانان او یو سویډنی تېري په جرم په بند محکوم شول

د سویډن یوې محکمې د سېشنبې په ورځ دوه تنه افغانان او یو سوېډنی، پر یوې ښځې د جنسي تېري او په فېس‌بوک کې یې د وېډیو د خپرولو په جرم په بند محکوم کړل.

له محکومو شویو څخه یو تن ۲۱ کلن رضا محمد احمدي ښودل شوی چې د جنسي تېري په جرم په دوه کاله او څلور میاشتې بند محکوم شوی.

۱۸ کلن میثم افشار بیا د ده جرم شریکی او په یو کال بند محکوم شوی دی.

دا دواړه افغانان دي او په سویډن کې ورته د اوسېدو اجازه ورکړل شوې وه.

له دوی سره درېیم تن یو سویډنی ۲۱ کلن ایمېل خوډاګولي "Emil Khodagholi" له دې کبله چې د جنسي تېري وېډیو یې پر فېس‌بوک خپره کړې او پولیسو ته‌یې د دغه جرم راپور نه‌دی ورکړی، په شپږ میاشتې بند محکوم شوی دی.

دا کسان د سویډن مرکز استکهلم ته نېږدې د اپسالا په ښارګوټي کې د جنورۍ په ۲۲مه وروسته له هغې ونیول شول چې پر فېس‌بوک د خپرې شوې وېډیو څخه‌یې خلکو ځايي پولیسو ته شکایت وکړ.

محکمې همدارنګه مجرمانو ته حکم کړی چې د جنسي تېري قرباني ته به د ۳۸ زرو امریکايي ډالرو معادل تاوان هم ورکوي.