ترکي الوتکو د عراق سنجار او سوريه کې بمباري کړې

ترکيه وايي، د دې هېواد الوتکو د عراق په سنجار سیمه او سوريې په شمال لويديځ سيمو کې پر کُرد سخت دريځو بمباري کړي دي.

د ترکيې پوځ په يوه اعلاميه کې ويلي چې دا حملې په سنجار کې د کُردستان کارګر ګوند د مخنیوي په هدف شوي وې چې په ترکيه کې يې د حملو لپاره وسلې او مهمات لېږل.

د کُردستان کارګر ګوند په ترکیه، امریکا او اروپايي اتحاديه کې تروريسته ډله اعلان شوې ده.

کُردستان کارګر ګوند په سنجار کې وروسته له هغه ځای وموند چې داعش سیمې لاندې کړې او کُردستان کارګر ګوند د يزيدي اقليت مرسته وکړه.

داعش په ۲۰۱۴میلادي کال کې د يزيدي اقلیت ځپل پيل کړل.

د کُرد پوځ يوه مشر قوماندان جنرال سميع بوسالي وويل، په سنجار کې ترکي هوايي بمباریو پنځه کُرد پیشمرګه سرتيري وژلي دي.

ترکي په دوامداره توګه د عراق او ترکيې پر سرحدي سيمو بمبارۍ کوي چېرته چې د کُردستان کارګر ګوند سخت دريځي ځای پر ځای دي.