د ایران سترې محکمې د بندۍ ایراني‌الاصله بریتانوۍ غوښتنه رد کړې

د ایران سترې محکمې پر یوې ایراني‎الاصلې بریتانوۍ د پنځه کاله بند حکم پرځای ساتلی او د دې پرېکړې د بدلولو لپاره د نوموړې غوښتنه یې رد کړې ده.

نازنین‎ زاغري راټکلیف چې د ټامسن رویټرز د خیریه بنسټ منېجره وه د ایران ملي امنیت ته د ګواښ په تور محاکمه او په پنځه کاله بند محکومه شوه.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې نازنین د ۲۰۰۹ مېلادي کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د محمود احمدي نژاد له بیا غوره کېدو وروسته د سوله‎ییزو مظاهرو له لارې د اخندي نظام د پرځولو په مقصد د دسیسو په جوړولو تورنه شوې ده.

نوموړې چې یو کال مخکې د خپلې کورنۍ د لیدو لپاره ایران ته تللې وه، د تهران په هوايي ډګر کې د سپاه پاسدران د انقلابي ځواک له‎خوا په داسې حال کې ونیول شوه چې له خپلې دوه کلنې لور سره یوځای بېرته برتانیا ته ستنېده.

د نازنین مېړه ریچارډ راټکلیف پرون وویل، سترې محکمې ته مراجعه د دې حکم په وړاندې د دوی وروستی قانوني فرصت و.

نوموړي وویل، د محکمې پرېکړې د ده مېرمن په غوسه کړې ده؛ خو حیرانه کړې یې نه ده.