پنټاګون: روسیې جېټ الوتکو الاسکا او کاناډا ته نېږدې الوتنې کړي

پنټاګون وايي، د روسیې جنګي جېټ الوتکو تېره اوونۍ څو ځلې د امریکا الاسکا ایالت او کاناډا ته نېږدې الوتنې کړي دي چې په نتیجه کې یې د شمالي امریکا د هوايي دفاعي ځواکونو په تېرو دوو کلونو کې د لومړي ځل لپاره ځوابي دفاعي الوتنې وکړې.

پنټاګون پرون اعلان وکړ چې د روسیې ټي یو ۹۵ بیر جنګي الوتکې دوه ځلي د الاسکا الوتیان ټاپوګانو Aleutian Islands او یو ځل هم د کاناډا او الاسکا د قلم‎رو پرسر په نړیوال فضايي قلمرو کې لیدل شوي دي.

د امریکا د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې په ټیټه ارتفاع کې دا الوتنې د اپرېل په ۱۷مه، ۱۷مه او ۲۰ مه نېټه ترسره شوې چې په نتیجه کې یې د شمالي امریکا د هوايي مدافعې د قوماندې مرکز هم ځوابي دفاعي الوتنې وکړې.

د دې ځواکونو ویاند وویل، د اپرېل په ۱۹ مه نېټه همدې سیمې ته څېرمه د اوبتل ضد اېل ۳۸ الوتکې هم په نړیوال فضايي قلمرو کې لیدل شوي.

سپینې ماڼۍ دا الوتنې بې اهمیته بللي او وايي چې دا یو ډېر غیرمعمول کار نه و.