لېوال: قومي بنسټونه دې د خپلو اولادونو د قتل عام مخه ونیسي

د افغانستان د قومونو او قبایلو وزارت له قومي بنسټونو غواړي چې د افغان ځواکونو په ملاتړ د مخالفینو په وړاندې خپل غږ پورته کړي.

د دغه وزارت سرپرست عبدالغفور لېوال نن د "ترهګرۍ په وړاندې د ملي بسیج په لور" د قومونو یوې غونډې ته د وینا پر مهال په افغانستان کې د امنیت په راوستو د قومي مشرانو او دینې عالمانو په رول ټینګار وکړ.

ښاغلي لیوال وویل:

"تر ټولو مهم په داسې ملي مسائلو کې د ملتونو غبرګون دی، هیله ده چې زموږ دغه درانه مشران، سپین ږیري او علما په دې برخه کې ګام پورته کړي او د خپلو اولادونو د قتل‎عام مخه ونیسي."

په دې غونډه کې یو شمېر قومي مشرانو هم په خلکو غږ وکړ چې له خپلو ملي امنیتي خواکونو څخه ملاتړ وکړي او د مخالفینو په وړاندې متحد شي.

له امنیتي ځواکونو څخه په داسې حال کې د ملاتړ دا غونډه جوړیږي چې د تېرې جمعې په ورځ په بلخ کې په ۲۰۹ شاهین قول‎اردو د وسله‎والو په یو ډله ییز برید کې د ملي اردو لسګونه غړو ته مرګ ژوبله واوښته.