د کابل د مېلیونلیګ سیالیو په لومړۍ لوبه کې نن کابل کېنګز لوبډلې د المصافي پامير رايډرز لوبډلې ته ماته ورکړه.
د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن ازادي راډیو ته وویل چې د المصافي پامیر لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو په ټاکلو شلو اورونو کې ۱۰۲ منډې جوړې کړې.
د کابل کېنګز لوبډلې وکړای شول چې ورکړل شوی هدف په اسانۍ سره د ۳ لوبغاړو په سوځېدو په ۱۵ اورونو کې پوره کړي.
د کرکټ د مېلیونلیګ سیالۍ د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۳ میلادي کال کې په کابل کې پیل شوې چې له دوه کلن ځنډ وروسته يې نن څلورم پړاو پیل شو.