د ارزګان ولایت سیمهییز امنیتي چاوراکي وايي، د دغه ولایت د عملیاتو پر مهال د درې طالب قوماندانو په ګډون ۳۰ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د ارزګان ولایت امنیه قوماندان ملپاسوال غلامفاروق سنګري نن د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دغه وسلهوال طالبان نن سهار د دغه ولایت مرکز ترینکوټ په شمال ختیځه برخه کې د افغان ګډو ځواکونو لهخوا د خالد په نوم پوځې عملیاتو کې وژل شوي دي.
نوموړي وویل، په دغو عملیاتو کې یو شمیر وسلهوال ټپیان شوي هم دي؛ خو خبره یې چې د دوی لوري ته کوم زیان نه دی اووښتی.
نوموړی وايي، د یادو عملیاتو پر مهال یو کیلومټر سیمه هم له وسلهوالو طالبانو څخه پاکه کړې ده.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.
خو یوې دولتي باوري سرچنې د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډيو ته وویل چې په دغو عملیاتو کې یو پولیس وژل شوی او درې نورټپیان دي.
دا په داسې حال کې ده چې له تېرو ۲۲ ورځو راهیسې په دغه ولایت کې د وسلهولو طالبانو د ځپلو په هدف د خالد په نوم پوځي عملیات پیل شوي دي.