د کندز سیمهییز چارواکي په دې ولایت کې ۱۷ تنو وسلهوالو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکوي.
په شمالختیځ زون کې د پولیسو د ۸۰۸ سپینزر زون عمومي قوماندانۍ ویاند محفوظ الله اکبري وویل چې نن سهار د افغان ګډو ځواکونو د کندز د دشتارچي ولسوالۍ د قره باشي په سیمه کې د وسلهوالو مخالفانو پر یو مهم مرکز باندې دېسانتې عملیات ترسره کړي چې په پایله کې یې د وسلهوالو طالبانو ۴ مهم قوماندانان وژل شوي او ۳ تنه یې ټپیان شوي دي.
ښاغلي اکبري زیاته کړه چې ۳ تنه وسلهوال طالبان ژوندې نیول شوي دي او همدارنګه د دوی دوه عراده نقلیه وسیلې هم له منځ تللي دي.
نوموړی زیاتوي چې په دې عملیات کې ملکي وګړو او افغان ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
د یوه بل خبر لهمخې د ۸۰۸ سپین زر زون عمومي قوماندانۍ ویاند محفوظ الله اکبري نن رسنیو ته وویل چې د کندز اړوند تلوکه سیمه کې وسلهوالو طالبانو د افغان ځواکونو پر امنیتي پوستو برېد کړي و؛ خو د افغان ځواکونو له مقاومت سره مخ شول او ددې برېد په پایله کې هم ۴ تنه وسلهوالو طالبان ووژل شول او ۶ تن نور یې ټپیان شول.
د ده په خبره چې په دې نښته کې هم دولتي ځواکونو او ملکي خلکو ته کوم زیان نه دی رسېدلی.
د دغو دواړو پېښو په اړه تر اوسه وسله والو طالبانو څه نه دي ویلي.