ایزدیار: د بلخ وروستۍ پېښې عاملین دې مجازات شي

د افغانستان مشرانو جرګې د بلخ د وروستۍ پېښې د عاملینو د مجازاتو غوښتنه وکړه.

محمد علم ایزدیار چې د نن ورځې د جرګې مشري یې کوله وویل، هغو کسان چې په‎دې موضوع یې کې غفلت کړی، باید لویې څارنوالۍ ته وروپېژندل شي.

ښاغلي ایزدیار زیاته کړه:

"هغه کسان چې په دې مسئله کې يې غفلت کړی دی دا دې څېړنو او لویې څارنوالۍ ته وروپېژندل شي، تحقیق دې ترې وشي او مجازات دې شي، ځکه چې زموږ او ستاسې له سلو نه زیات تر دوه سوه پورې اولادونه پکې شهیدان شول."

په ورته وخت کې یو شمېر سناتورانو د دغې پېښې په تړاو د افغانستان د دفاع وزیر عبدالله حبیبي او لوی درستیز قدم شاه شهیم له استعفا هرکلی وکړ او ویې ویل، هغه کسان چې په دندو کې پاتې راځي باید خپل ځای نورو ته پرېږدي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې جمعې په ورځ د بلخ په ۲۰۹ شاهین قول‎اردو حملې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.

د دغې پیښې مسؤلیت وسله‎والو طالبانو منلی.