په افغانستان کې د سوداګرۍ او صنایعو خونې د کار وبار درېیمه سروې ښیي چې په ۲۰۱۶ مېلادي کال په ننګرهار ولایت کې د کار و بار وضعیت ۱۱ سلنه ښه شوی دی.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند صیام الدین پسرلي د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په ننګرهار او هرات کې د کرنې او د تولیداتو په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.
خو نوموړی وایي په ۲۰۱۶ کال کې په بلخ او کندهار کې د کاروبار وضعیت نامناسب و او د تولیدات کچه ټيټه وه.
دغه سروې د ۲۰۱۶ میلادي کال او د ۲۰۱۷ میلادي کال په لومړۍ ربع کې د سوداګرۍ او صنایعو خونې او د GIZدفتر لخوا په کرنې، تولیداتو، ساختمان، زېربنا او امینت برخو کې ترسره شوې ده.