ځواک: لغمان کې یو وسله‌وال د خپل بم په چاودنه کې ټپي شوی

د لغمان ولایتي چارواکي وايې، په دغه ولایت کې یو مخالف وسله‌وال د خپل بم په چاودنه کې سخت ټپي شوی دی.

د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک ازادي راډيو ته وویل، یاده پېښه نن سهار اته بجې د لغمان مرکز اړوند د کټل په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

نوموړي وویل، ټپي شوي وسله‌وال غوښتل چې د مهترلام - الینګار په عمومي سړک ماین ځای پرځای کړي چې د بم پرې چاودنه وکړه او یاد کس سخت ټپي شو.