مینه‌پال: امریکا دې د ترورېزم مرکزونه په نښه کړي

ولسمشرۍ مانۍ وايي، له ترورېزم سره د اغېزمنې مبارزې لپاره باید امریکا ترهګریز مرکزونه چې هر چېرته وي، په نښه کړي.

د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه پال نن ازادي راډیو ته وویل، د افغانستان په اړه د امریکا د نوې ستراتېژۍ د جوړولو لپاره له افغان دولت سره مشوره شوې او افغان حکومت لومړیتوبونو ته په کتو خپلې غوښتنې مطرح کړي دی چې په کې د ترورېزم او مخدره موادو سره په اغېزمنې مبارزې ټینګار شوی:

"موږ له ترورېزم سره مبارزه مؤثره او اغېزمنه غواړو، په دې معنا چې ترورېزم چېرته دې او له کومه ځایه راځي؟ همدا مو غوښتنه ده."

دا په داسې حال کې ده چې د دوشنبې په ورځ د امریکا دفاع وزیر جېمس مټیس په یو ناعلان شوي سفر افغانستان ته راغی او د دې هېواد له لوړ پوړو چارواکو سره يې وکتل.

ښاغلي مټیس په یوه خبري ناسته کې وویل چې د ملي یوالي حکومت ښه رهبري لري او د ډونالد ټرمپ د ادارې نوې ستراتېژي به افغان حکومت ته اعلان کړي.