ننګرهار چارواکي: عبدالخېلو کې یو پخوانی جهادي قوماندان وژل شوی

د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، تېره شپه د دې ولایت د کوز کونړ ولسوالۍ په عبدالخېلو سیمه کې ناڅرګندو کسانو پخوانی جهادي قوماندان بهرام په ډزو وژلی او د هغه یو ملګری يي ټپي کړی دی.

د دغه ولایت ویاند عطالله خوګياڼي نن ازادي را‌‌‌‌‌‌ډيو ته ويلي، یاده پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې وژل شوی پخوانی قوماندان له سیمې څخه په خپل موټر کې د تېرېدو په حال کې وو.

نوموړی وايي، قوماندان بهرام د لغمان ولایت اصلي اوسیدونکی دی چې دمګړۍ د ننګرهار ولایت د کوز کونړ ولسوالۍ په شاد خان سیمه کې مېشت وو.

د دې برید مسؤلیت تر اوسه هېڅ کومې وسله والې ‌‌‌‌‌‌ډلې په غاړه نه دی اخیستی.