چین له ټولو افغان خواوو وغوښتل چې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د پخلاینې په پروسه کې فعاله برخه واخلي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګینګ شوانګ پرون دوشنبه په یوه خبري غونډه کې وویل:
"چین په افغانستان کې د تاوتریخوالي او شخړو پر زیاتېدو اندېښمن دی."
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند په بلخ ولایت کې پر شاهین قول اردو د جمعې د ورځې د حملې په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل:
"موږ ته د دې حملې زیاتو تلفاتو سخت ټکان راکړ او دا برید غندو."
ده د افغانستان په شاهین قول اردو کې د مرګ ژوبلو په خاطر د چین له لوري ژوره خواشیني څرګنده کړه او د قربانیانو له خپلوانو سره یې خواخوږي وکړه.
وسلهوالو طالبانو د افغانستان د ملي اردو پر شاهین قول اردو د حملې مسؤلیت په غاړه اخېستی دی.