د امریکا دفاع وزیر: ۲۰۱۷ به د افغانستان لپاره سخت کال وي

د امریکا دفاع وزیر وايي، ۲۰۱۷ میلادي کال به د افغانستان لپاره یو سخت کال وي.

جېمز مټیس پرون دوشنبه په کابل کې د نړیوالو ځواکونو له عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن سره په یوه خبري غونډه کې وویل، له افغانستان سره به امریکا او نړۍ ملاتړ ته دوام ورکړي:

"موږ د خپل ماموریت په ستونزو کې هېڅ راز هم نه لرو. ۲۰۱۷ به د افغان امنیتي ځواکونو او نړیوالو پوځیانو لپاره سخت کال وي."

د امریکا دفاع وزیر چې په نااعلان شوي سفر افغانستان ته راغی، له ولسمشراشرف غني او نورو افغان چارواکو سره په کتنه کې یې وویل چې په افغانستان کې د امریکا ماموریت پای ته نه دی رسېدلی او متحد ایالاتونه به د افغانانو ترڅنګ ولاړ وي.

ولسمشر غني هم وویل، د افغانستان جنګ کورنۍ جګړه نه ده بلکې افغان امنیتي ځواکونه د نړیوال ترورېزم په وړاندې د جبهې په لومړۍ کرښه کې دي.