مقدونیا کې مظاهره چیانو د انتخاباتو غوښتنه یې وکړه

د مقدونیا په پلازمېنه سکوپې کې پرون دوشنبه یو ځل بیا په ائتلافي حکومت کې د البانیايي ټبرو ګوندونو د شاملېدو د وړاندیز پرضد مظاهره وشوه.

مظاهره‎چیان د واکمن "VMRO-DPMNE" ګوند د مرکزي دفترمخته راټول شول؛ تر ټاکلي مودې مخکې انتخاباتوغوښتنه یې وکړه او ویې ویل چې تازه انتخابات به د مقدونیا روان سیاسي کړکېچ پای ته ورسوي.

دوی د مقدونیا د پارلمان مخته هم راغونډ شول او له وکیلانو څخه یې وغوښتل چې د ژر تر ژره عامو انتخاباتو د نېټې د ټاکلو لپاره فوري غونډه وکړي.