د امریکا ولسمشرډونالد ټرمپ د شمالي کوریا اقدامات وغندل او هغه یې پرلهپسې تېري وبلل.
سپینې ماڼۍ پرون دوشنبه وویل، ولسمشر ټرمپ د چین له ولسمشر شي جینپینګ "Xi Jinping" سره په ټېلیفوني خبرو کې وویل چې د شمالي کوریا اقدامات بې ثباتي رامنځته کوي.
سپینې ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، تردې یوه ورځ وړاندې په ټېلیفوني خبرو کې دواړو مشرانو د شمالي کوریا د توغندیو او اټمي پروګرام خطر ته فوري پاملرنه تائید کړه او ژمنه یې وکړه چې د کوریا د ټاپو وزمې د غیراټمي کولو لپاره هلې ځلې همغږي کړي.
له بلې خوا ټرمپ پرون د ملګروملتونو په امنیت شورا کې د ۱۵ هېوادونو سفیرانو ته خبرداری ورکړ چې شمالي کوریا د بالسټیک توغندي ازموینه کوي او د دغه هېواد د اټمي وسلو پروګرام یوه ستره نړیواله ستونزه جوړه کړې او دا نړۍ ته حقیقي خطر دی.