د جرمني فدرالي څارنوالان وايي، یو افغان یې له طالبانو سره په همکارۍ او د امنیتي ځواکونو پرضد په حملو کې په برخې اخېستو رسماً تورن کړ.
څارنوالانو پرون دوشنبه وویل، ۱۷ کلن عبدالله په یوه تروریستي ډله کې د غړیتوب، د وسلو د کنټرول د قانون د سرغړونې او وژنو له تورونو سره مخامخ دی.
د جرمني د قوانینو پر اساس د عبدالله تخلص پټ ساتل شوی دی.
پر ده تور دی چې د ۲۰۱۴میلادي کال په لومړیو کې له طالبانو سره یوځای شوی او جنګي روزنه ورکړای شوې ده.