د ایران سترې محکمې پر یوې ایرانيالاصلې بریتانوۍ د پنځه کاله حبس حکم پرځای ساتلې او د دې پریکړې د بدلولو لپاره د نوموړې غوښتنه یې رد کړې ده.
نازنین زاغري راټکلیف چې د تامسن رویټرز د خیریه بنسټ منیجره وه د ایران ملي امنیت ته د ګواښ په تور محاکمه او په پنځه کاله بند محکومه شوه.
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې نازنین د ۲۰۰۹میلادي کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د محمود احمدي نژاد له بیا غوره کېدو وروسته د سوله ییزو مظاهرو له لارې د اخوندي نظام د پرځولو په مقصد د دسیسو په جوړولو تورنه شوې ده.
نوموړي چې یوکال مخکې د خپلې کورنۍ د لېدو لپاره ایران ته تللې وه د تهران په هوايي ډګر کې د سپاه پاسدران د انقلابي ځواک لهخوا په داسې حال کې ونیول شوه چې له خپلې دوه کلنې لور سره یوځای بېرته برتانیا ته ستنېده.
د نازنین میړه ریچارډ راټکلیف پرون وویل، سترې محکمې ته مراجعه د دې حکم په وړاندې د دوی وروستی قانوني فرصت و.
نوموړي وویل، د محکمې پریکړې د ده مېرمن په غوسه کړې ده خو حیرانه کړې یې نهده.