پنټاګون وايي، د روسیې جنګي جېټ الوتکو تېره اوونۍ څو ځلي د امریکا الاسکا ایالت او کاناډا ته نېژدې الوتنې کړي دي چې په نتیجه کې یې د شمالي امریکا د هوايي مدافعې ځواکونو په تېرو دوو کلونو کې د لومړي ځل لپاره ځوابي دفاعي الوتنې وکړې.
پنټاګون پرون اعلان وکړ چې د روسیې ټي یو ۹۵ بیر جنګي الوتکې دوه ځلي د الاسکا الوتیان ټاپوګانو Aleutian Islands او یوځل هم د کاناډا او الاسکا د قلمرو پرسر په نړیوال فضايي قلمرو کې لیدل شوي دي.
د امریکا د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې په ټیټه ارتفاع کې دا الوتنې د اپریل په ۱۷، ۱۸ او ۲۰مې نېټو ترسره شوې چې په نتیجه کې یې د شمالي امریکا د هوايي مدافعې د قوماندې مرکز هم ځوابي دفاعي الوتنې وکړې.
د دې ځواکونو ویاند وویل، د اپریل په ۱۹مه نېټه همدې سیمې ته څېرمه د اوبتل ضد ایل ۳۸ الوتکې هم په نړیوال فضايي قلمرو کې لیدل شوي.
سپینې ماڼۍ دا الوتنې بې اهمیته بللي او وايي چې دا یو ډېر غیرمعمول کار نه و.