د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشرې فدریکا موګرېني نن د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره مسکو کې په بېلابېلو مهمو مسائلو خبرې کړې دي.
فدریکا موګرېني له لاوروف سره تر خبرو وروسته په ګډ کنفرانس کې وویل چې اروپايي ټولنه له روسیې سره ښې اړیکې غواړي، خو دا هم نهشي منلی چې مسکو دې کرېمیا له ځان سره نهوي ملحق کړې.
مېرمن موګرېني زیاته کړه:
"مونږ په یوې مسلې خبرې وکړې چې کېدای شي یوه سېسټماتیکه نارضایتي هم ورته ووایو، هغه د روسیې لهخوا په ۲۰۱۴ کال کې د کرېمیا ټاپو وزمې الحاق دی چې د اروپایي ټولنې لپاره رسمیت نهلري. دا یو منل شوی دریځ دی چې مونږ بهیې همداسې مخ ته وړو، نهیوازې اروپايي ټولنه بلکې په نړۍ کې زموږ نور ملګري به هم ورته موقف ولري."
موګرېني وویل، د کرېمیا د ټاپو وزمې د الحاق په سبب په روسیې بندیزونه په خپل ځای پاتې کېږي.
د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشرې اغلې موګرېني همداراز وویل چې دا د روسیې حکومت دنده ده، څو خپل اتباع او دوه جنسیته خلک وساتي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هم مخکې تر دې چې د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست له مشرې فدریکا موګرېني سره د رسنیو له حضور پرته بشپړې خبرې وکړي وویل چې روسیه او اروپايي ټولنه له سخت پړاو نه تېرېږي.