مټېس: ۲۰۱۷ کال له ننګونو ډک خو امریکا د افغان پوځیانو مل ده

د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزیر جېمز مټېس وویل، ۲۰۱۷ میلادي کال د افغان پوځیانو لپاره له ننګونو ډک دی، خو متحده ‎ایالات به ورسره مل پاتې وي.

ښاغلي مټېس دا خبره نن کابل کې د امریکايي او ناټو ځواکونو له عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن سره په ګډه خبري غونډه کې وکړه.

په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن بیا وویل چې افغانستان کې داعش یا اسلامي دولت ډلې ته هېڅ ځای نه‌شته او دوی به د یادې ډلې تر بشپړ له‎‌منځه وړلو پورې مبارزه ورسره کوي.

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال ازادي راډیو ته وویل چې له جېمز مټېس سره افغان ولسمشر هم لیدلي او په دوه اړخیزو اړیکو او له ترورېزم سره په ګډې مبارزې یې خبرې کړې دي.

د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله بیا نن د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ له مشر جنرال جوزېف ‎ووټل سره په کابل کې کتلي دي.

د اجرائیه ریاست د بیان له مخې ښاغلی جوزېف عبدالله عبدالله ته ډاډ ورکړی چې د امریکا متحده ایالات به د ګواښونو په وړاندې له افغانانو سره په ګډه مبارزه کوي.

جنرال جوزېف ویلي چې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې به په پوځي برخو کې د امریکا مرستې زیاتې شي.