د بلخ ولایتي شورا مرستیال وايي چې د ۲۰۹ شاهین قول اردو د چارواکو مدیریتي ضعف سبب شوی څو وسلهوال مخالفین پر دې نظامي اډه حمله وکړي.
د بلخ ولایتي شورا مرستیال سید عبدالله مسرور ازادي راډیو ته وویل چې د بلخ ملي امنیت ادارې تر حملې دمخه د شاهین قول اردو قوماندانۍ ته په مکتوب خبر ورکړی و چې یادې پوځي اډې ته ګواښ متوجې دی او ترورېستان پر قول اردو حمله کوي.
نوموړي زیاته کړه:
"دا راپورونه تقریباً یوه اوونۍ دمخه او بل هم درې ورځې پخوا د قول اردو قوماندانۍ ته په مکتوب ورکړل شوي وو، راپور کې ویل شوي و چې پر ۲۰۹ شاهین قول اردو د ترورېستانو لهخوا حمله کېږي او احتمالاً دا حمله به د غرمې ډوډۍ پر مهال وشي، تاسو خپل تدابیر ونیسي، خو دوی دې مکتوب ته توجه نهده کړې."
د بلخ ولایتي شورا مرستیال دغهراز ادعا کوي چې پر شاهین قول اردو د جمعې ورځې په حمله کې د یادې پوځي اډې یو پخوانی پوځي افسر هم شامل و.
مسرور د دغو ادعاو په اړه شواهد وړاندې نهکړل او د کومې خپلواکې سرچینې لهخوا هم نهدي تائید شوي.