د افغانستان ولسي جرګې له حکومته وغوښتل تر څو د اووه سلب صلاحیت شویو وزیرانو پر ځای نوي کاندید وزیران وروپېژني.
د دغې جرګې مشر عبدالرؤف ابراهیمي د نن ورځې په عمومي ناسته کې وویل چې په دې مسئله کې هر ډول ځنډ د اساسي قانون خلاف عمل دی.
د کابینې اووه وزیران نېږدې شپږ میاشتې وړاندې د افغانستان د ولسي جرګې لهخوا سلب صلاحیت شول.
خو د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دوا خان مینهپال ازادي راډيو ته وویل چې حکومت به ډېر ژر نوي کاندید وزیران ولسي جرګې ته د باور رأیې اخیستلو لپاره وروپېژني.