ډنمارک ویلي، روسي "هککرانو" د دغه هېواد د دفاع وزارت اېمېلونه "هک" کړي وو.
د ډنمارک دفاع وزیر کلاس یورت فردرېکسن یوه ورځ وروسته له هغه، د ده په خبره د مسکو په ناوړه سلوک انتقاد وکړ چې د یاد وزارت په اېمېلونو د روسي هککرانو د حملې راپور خپور شو.
پرون د ډنمارک د سایبر امنیتي ادارې راپور خپور کړ چې د دفاع وزارت د کارکوونکو اېمېلونو ته په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ میلادي کلونو کې د روسیې د واکمن نظام پلوي "هککران" ورننوتي وو.
د ډنمارک دفاع وزیر ښاغلي فردرېکسن ډنمار کې رسنیو ته وویل، که څه هم په هک شویو اېمېلونو کې پوځي رازونه نهو موجود، خو دا مهمه ده او باید دا ډلې چې د روسیې په استخباراتو او حکومت پورې تړلې دي، لیرې شي.
د ډنمارک د دفاع وزارت اېمېلونه د «APT28» "پلي توپان" ډلې هک کړي، هغه ډله چې د امریکا د فدرالي تحقیقاتو ادارې "اف. بي. ای" هم د امریکايي لوړپوړو چارواکو پر ضد په انټرنټي فعالیتونو تورنه کړې ده.